دودیزه لویه جرګه که حکومتي لویه جرګه؟
مجیب الرحمن ساپی مجیب الرحمن ساپی

 

جرګه د افغانانو ترمنځ منل شوی دود دی، چې تاریخي شالید یې د افغانستان لومړني پاچا (یما) ته رسېږي او د تاریخي اسنادو له مخې یما هم د جرګې له لارې د پاچا په توګه ټاکل شوی دی؛ خو هغه جرګې، چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې تېرې شوي دي پیل یې د ستر میرویس نیکه لخوا په ۱۷۰۷ زېږدي کال په کندهار کې شوی دی او همدا راز د هېواد د مشر په توګه د لوی احمد شاه بابا د ټاکلو لپاره هم په ۱۷۷۴ د کندهار په شیر سرخ کې لویه جرګه را بلل شوې وه[1]. 

د احمد شاه بابا د واکمنۍ څخه را وروسته بیا تر ۲۰۰۲ کاله پورې د افغانستان ډېرو واکمنو له لورې ګڼې جرګې را بلل شوي دي په ۲۰۰۲ زېږدي کال کې بېړنۍ لویه جرګه او په ۲۰۰۳ زېږدي کال کې د اساسي قانون لویه جرګه دایرې شوې، چې دغو دواړو جرګو د افغانستان لپاره لاسته راوړنې درلودې او د دغو دوو جرګو له امله افغانستان د نوي حکومت او نوي اساسي قانون خاوند شو؛ خو له ۲۰۰۳ زېږدي کال را پدېخوا څو نورې جرګې هم جوړې شوې، چې د هېواد لپاره یې ځانګړې ګټې نه درلودې.

د دغو جرګو له ډلې څخه یوه هم دودیزه لویه جرګه ده، چې د لړم میاشتې په پنځه ویشتمه نېټه له امریکا سره د ستراتېژيکو همکاریو تړون او له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره را بلل شوې ده. د دغې جرګې پر وړاندې بېلابېل غبرګونونو شتون درلود او اوس هم دغه غبرګونونه شتون لري، ځینو ډلو ټپلو ویل، چې اوس مهال د دې وخت نه دی، چې لویه جرګې دې را وبلل شي او ځینو نور بیا دغه دودویزه لویه جرګه د اساسي قانون خلاف ګام باله؛ خو ځينو ګوندونو بیا د جرګې ماهیت تر پوښتنو لاندې راووست. دغه ګوندونه وايي جرګه د یما پاچا په وخت کې رامنځ ته شوې او دا د جاهلیت دورې یوه نښه، چې باید له منځه یوړل شي او اوسمهال، چې د واکمنو له لوري ورته د شورا نوم ورکول کېږي او وايي، چې د مشورې لپاره راغوښتل شوې دا هم د دې لپاره ده، چې د اسلام تر نامه لاندې دوی خپلو موخو ته ورسېږي؛ خو بل لور ته یو شمېر نور هغه کسان، چې له دودیزې لویې جرګې سره یې خپل مخالفت څرګند کړی بیا وايي، چې جرګه د افغانانو ترمنځ منل شوی دود؛ خو اوس مهال ځانګړې ډلې او کړۍ شته دي، چې غواړي د افغانانو دغه دود له بدنامۍ سره مخ کړي، څو په راتلونکي کې څوک د دې توان او جراْت و نه لري، چې حتی د جرګې نوم په خوله واخلي.

که په مستقیمه توګه دودیزې لویې جرګې ته راشو، نو ولسمشر حامد کرزي د جرګې د پرانیستې په وینا د خپلو نورو څرګندونو ترڅنګ افغانان زمریان وبلل او ویې ویل، چې د زمري نه خوښېږي، چې په کور کې يې څوک راشي او یا پرې یرغل وکړي او که چېرې زمری ډېر زوړ هم شي بیا هم د ځنګله پاچا دی. کرزي د خپلو خبرو په دوام کې وویل، چې موږ زمریان یو او له زمریانو سره باید لکه زمري معامله وشي. که چېرې د ده خبرو ته لږ تم شو، نو و به لیدل شي، چې د ښاغلي کرزي دغه څرګندونې د دې لپاره وې، څو د جرګې د غړو احساسات را وپاروي او هر هغه څه، چې دی او د ده واکمنه ډله غواړي د جرګې په خلکو به ومنل شي. (ځینې کسان د ده له څرګندونو څخه د زمري او ځنګل ځانګړتیاوو ته پام کوي، چې په ځنګل کې زمري څه کوي؛ خو دغه کسان بیا وايي، چې نه افغانستان ځنګل دی او نه هم افغانان د زمري په څېر داړونکي دي).

له منلو څخه مې یادونه وکړه، ډېری هېوادوال په دې باور دي، چې دغه جرګه تشریفاتي بڼه لري او هر هغه څه، چې ولسمشر کرزی یې غواړي نو هغه به د جرګې غړي مني، ځکه د جرګې ګډونوال د والیانو له لوري ټاکل شوي او ویل کېږي دوی هغه کسان دي، چې په تېرو کې یې هم د حکومت له ټولو ناخوالو سره سره ترې ملاتړ کړی دی.

ټاکل شوې وه، چې د دودیزې لویې جرګې اداري پلاوي او مشري لپاره به یې ځینې کسانو ځانونه نوماند کړي وی او د ټاکنو له لارې به ټاکل شوي وی؛ خو د ټولو د هیلو خلاف د دودیزې لویې جرګې لپاره د چمتوالي کمېسیون مرستیال ښاغلي نعمت الله شهراني راغی او وړاندیز یې وکړ، چې ښاغلی صبغت الله مجددي زموږ او تاسو مشر دی او په تېرو جرګو کې هم د مشر په توګه پاتې شوی او که چېرې اوس د دې جرګې د مشر په توګه وټاکل شي نو ښه کار به وشي. د جرګې د مشر په توګه د ښاغلي صبغت الله مجددي له ټاکلو څخه وروسته مجددي صیب راغی وړاندیز یې وکړ، چې شهراني صیب او محمد عارف نورزی دې د جرګې د مرستیالانو په توګه، محمد علم ایزدیار او حیات الله بلاغي دې د منشیانو په توګه او آغلې صفیه صدیقي دې د جرګې ویاندې په توګه دې وټاکل شي. د مجددي صیب دغه وړاندیز د جرګې د ګډونوالو له نیوکو سره مخ شو او دغو ګډونوالو وویل، چې باید ټاکنې تر سره شي؛ خو په ډېرې خواشینۍ سره، چې نه مجددي صیب او نه هم کوم بل مشر ورته پاملرنه وکړه او خپل کار یې، چې هغه د اداري پلاوي ټاکل وو تر سره کړ.

د اداري پلاوي ټاکلو ته په کتو سره، چې مرستیال د جرګې مشر او مشر بیا مرستیال او نور کسان وټاکل؛ په ډاډه زړه ویلای شو، چې د هېوادوالو هغه ادعا، چې ویلي وو دغه جرګه حکومتي جرګه ده او هر هغه څه، چې حکومت یې وغواړي هماغه به کېږي سل په سلو کې سمه ده.

همدا راز د هغو کسانو ادعا، چې ویلي یې دي د جرګې په دننه کې داسې کسان شته دي، چې غواړي په راتلونکي کې د جرګو نوم او ماهیت له ننګونو سره مخ کړي او په پایله کې له نیکونو څخه دغه را پاتې شوی دود له منځه یوسي هم تر ډېره بریده سم برېښي.

                  کابل

برېښنالیک:                        intezar.safi@gmail.com



[1] )   دویچه ویله پښتو ویب پاڼه http://www.dw-world.de/dw/article/0,,15534542,00.html(


November 17th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات